کابل ټکى کام (یکشنبه ، ۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
امریکايي پروفیسر او لیکوال جېمز وارن د اکټوبر پر ۲۷ مه ډیلي بیسټ کې لیکي، د اکټوبر پر ۲۱ مه جنرال میلر اعلان وکړ چي پدې کال کې امریکا له افغانستانه دوه زره عسکر ایستلي دي، ټول اسناد او شواهد دا ښيي چي جمهوررئیس ټرمپ له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو را ایستلو ته متعهد دی.
ښاغلی وارن زیاتوي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل د اشرف غني د فاسد او غیر موثر حکومت د دوام لپاره بد پیغام لري، ځکه افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، او په خپلو اډو کي انتظار باسي؛ خو کله چي د یاغیانو د ځپلو په مقصد بهر راووځي، عموما ماتېږي او شاتګ کوي. اوس د افغان جنګ بوج یواځې د کومندو عسکرو پر اوږو پروت دی، او نور دولتي عسکر خپله وظیفه سمه نه اجرا کوي.
پروفیسر وارن کاږي چي ټرمپ د هغه ډیموکراټ حریفان، او سیاسي او نظامي مبصرین ټول پر دې خبرې اتفاق لري چي د افغان جګړه بایلل سوې ده. دمګړی، د افغانستان د جنګ د پرمختګ په اړه خبرې کول د انسان ساده ګي ښيي، مګر هو طالبان پرمختګ کوي، په بل عبارت، امریکا افغان جګړه کاملا بایللې ده، او اوس کوښښ دا دی چي دا ناکامي څرنګه پټه کړي.
په امریکا کې، سیاسي او نظامي مبصرین لګیا دي د ویتنام او افغان جنګونه سره مقایسه کوي، دواړه ملکونه د امپراطوریو په «هدیرو» شهرت لري، دواړه ولسونه د خارجي اشغالګرانو په مقابل کې سخت مقاومت کوي، د ویتنام جنګ د ساړه جنګ یوه برخه وه، او د افغان جنګ د تروریزم پر خلاف د جهاني جګړې یوه برخه ده، دواړه جنګونه ولسي او داخلي رېښي لري، خو امریکا د یو طرف په ګټه جنګېږي، د امریکا حاکمانو د دواړو ملکونو د خلکو او کلتور په اړه ابتدايي او ناقص معلومات او درک درلود.
په ویتنام او افغانستان کې، د امریکا مخالفان زموږ تر محلي دوستانو هم بهتره منظم او هم يې روحیات جګ دي، په ویتنام کې د امریکا مخالفانو اوږده جنګ ته ملا تړلې وه او بالاخره کامیابه سول. طالبان عینا همدا کار کوي.
د ویتنام د جنګ په دوران کې امریکايي چارواکو مدام د جنګ په اړه لاپې شاپې وهلې، خو په ویتنام کي امریکايي قومندانانو ویل چي مخالفان سیاسي جنګ ګټي، او د محلي خلګو حمایت ورسره دی.
په ۲۰۰۳ کې د امریکا د دفاع وزیر رمزفیلډ اعلان وکړ چي په افغانستان کي «ستر جنګونه ختم سول.» خو شپږ کاله راوروسته جمهورریس اوباما افغانستان ته دیرش زره اضافه عسکر ور واستول.
په دواړو ملکونو کي امریکایانو هڅه کوله چي د محلي ځواکونو شمېر او قابلیت غښتلی کړي، خو په دواړو هیوادونو کي د ځايي قواوو روحیه خرابه او فرار په کښي زیات دی. هیڅ جدي امریکايي نظامي مبصر پدې باور نه لري چي افغان ځواکونه دې پرته د امریکا له کومکه د طالبانو مقابله وکړای سي، طالبان تل د کابل رژیم عسکر له دفاعي پوستو څخه پسي اخیستي وي.
په ویتنام او افغانستان کې د امریکا مغرور حاکمانو باور لاره چي بالاخره به ځايي خلک د امریکا په زور د نصب سویو حکومتونو ملاتړ پیل کړي. امریکايي حاکمان دا نه شي منلای چي محلي خلک زموږ نصب سویو حکومتونو ته د شک په سترګه ګوري، او ګوډاګیان یې بولي.
امریکا بالاخره په ویتنام کي خپل بومي ملګري مسلمي ماتې ته یوازې خوشې کړل، او امریکا کاذبه اعاده وکړه چي یوه « باعزتي سوله» يې تر لاسه کړه. څوک شک کولای سي چي امریکا به عینا همدا کار په افغانستان کي هم وکړي؟
لس کاله پخوا د دوهم نړیوال جنګ او ویتنام جنګ جنرال، ښاغلي فریډ هېنیز، په ډاکه راته وویل،«موږ به هیڅکله د افغانستان جنګ و نه ګټو. ما د مرین په عسکرو کي د خپل ۳۷ کلن خدمت په جریان کي د امریکا په اړه څو خبرې زده کړي دي. او هغه دا چي موږ د شیانو په تخریب کي ښه مهارت لرو، خو موږ باید د ملت – دولت جوړولو له بزنس څخه راووځو. ځکه پدې برخه کي موږ نه پوهېږو چي موږ څه کوو.»


















