محب: خلیلزاد دامریکایي پوهنتون د دوه استاذانو خلاصون لپاره راغلی

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ګډ دولت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوې خبري ناستې ته څرګنده کړې، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر د سولې خبرو په اړه نه، بلکې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کیدو په اړه و.
محب زیاته کړې، دغه استادان پر مونږ حق لري؛ ځکه، چې زمونږ ځوانان یې روزل. مونږ مرستې ته چمتو یو او په دې اړه کار روان دی.
ښاغلي محب دا هم په ډاګه کړې، چې مونږ له بهرنیو هېوادونو او استخباراتي کړیو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي یو.
محب دخپلو خبرو پر دوام ویلي، غواړو وپوهیږو، چې طالبان د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره یو میاشتنی اوربند ومني او د دولتي ځواکونو وژنه ودروي.
محب په طالبانو تور پورې کړی چې واحده رهبري نه لري، او په خبره یې، د دې ډلې ځینې غړي دولت او داعش سره یو ځای شوي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دمحب څرګندونو په اړه لیکلي، “دکابل ادارې دیو سالاکار حمدالله محب اوتې بوتې او پروپاګند په غبرګون اوتبصره نه ارزي، موږ يې په اړه څه ویل نه غواړو”.



