خلیلزاد؛ د امریکایي استادانو دخلاصون لپاره بېرته کابل ته ستون شوی

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلامآباد ته له سفر وروسته بېرته کابل ته ستون شوی او له افغان چارواکو سره یې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
د ګډ حکومت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته ویلي، ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو، چې له طالبانو سره اسیران دي، د بېرته خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
طالبانو د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو يې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی، په کابل کې وتښتول، چې لا هم د دغې ډلې په لاس کې دي.
د طلوع په ګډون یوشمیر کورنیو رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دغې ډلې د بهرنیو استادانو په بدل کې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون د لسګونو طالبانو، چې د ګډ حکومت په بند کې دي، د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
سرچینې زیاتوي، دطالبانو او امریکا دا تبادله به دبیا ځل مذاکراتو پیل وي، او تردې وروسته به دواړه خواوې دشویو مذاکراتو توافقنامه لاسلیکوي.
تر دې وړاندې دګډ حکومت دملي امنیت سلاکار حمدالله محب دانس حقاني دخلاصون راپورونه رد کړي و؛ خو په دې برخه کې یې له خپل لوري دهمکارۍ ډاډ ورکړی وو.



