د بنديانو د خلاصون په اړه د کابل ادارې بې کفايتي!!

غورځنګ

څو څو ځله په تېرو کلونو کې هم طالبانو لوړپوړي امريکايي عسکر او پوځيان نيولي دي او له امریکايانو سره يې د تبادلې په اړه پرې خبرې کړي دي، امریکايانو هم تبادله ورسره منلې ده.

طالبان چې تل د خپلو بنديانو غم ورسره دی او د سولې او مذاکراتو په تېرو پړاوونو کې يې هم له امريکايانو سره دا موضوع مطرح کړې وه  او دا يې د سولې په لاره کې لومړنی شرط بللی و، اوس هم دا دی دغه موضوع روانه ده.

څو کاله مخکې طالبانو په کابل کې د امريکايي پوهنتون دوه تنه امریکايي تبعه استادان نيولي وو او لا تر اوسه يې هم ساتلي دي، په تېر ځل چې کله اسلام اباد ته طالبانو خپل رسمي سفر کړی و نو خليلزاد ورسره همالته پټ لیدلي و، دغه ليدنه که څه هم ځينو شنونکو د سولې لپاره بللې وه خو اوس دا دی د خليلزاد له ډېرو ګرځېدو او راګرځېدو څخه دا خبره څرګنده شوه چې ګواکې خليلزاد د سولې تر څنګ د امریکايي بنديانو د تبادلې موضوع هم مهمه بللې وه او د همدې تبادلې لپاره يې هڅې پيل کړې وې چې اوس ګومان کېږي، رنګ به راوړي او تقريباً له دغو دوو تنو امريکايي استادانو سره به د انس حقاني په شمول اتيا تنه نور طالبان زندانيان تبادله شي.

بلخوا بيا د کابل اداره چې په ټولو عمومي او خصوصي چارو، بهرنيو او داخلي چارو کې مطلقه بې واکه او بې کفايته ده، د انس حقاني خوشې کېدل سره کرښه بولي او وايي چې د انس حقاني خلاصېدل د دوی لپاره سره کرښه ده.

دا چې له دې وروسته به معلومه شي چې د کابل د ادارې دغه ادعا څومره حقيقت او واقعيت ته نږدې ده، خو شنونکي چې د کابل ادارې تېر اتلس کلن تاريخ ته ګوري نو اوس هم وايي چې د کابل اداره د بنديانو په اړه هېڅ واک نه لري او يوه بې کفايته اداره ده.

د دې خبرې د ثبوت لپاره شنونکي دا دليل وړاندې کوي، چې تېرو کلونو کې چې طالبانو په مختلفو جنګونو کې د کابل ادارې لوړپوړي چارواکي نيولي دي او بيا طالبانو له دغې بې کفايته ادارې څخه غوښتي چې د دوی بنديان ورسره تبادله کړي، خو د کابل بې کفايته او بې واکه ادارې يې په وړاندې عاجزي ښودلې ده، که څه هم د کابل ادارې د بنديانو په اړه په بار بار وايي چې په واک کې يې دي، خو شنونکي بيا وايي چې د کابل اداره هر وخت په دې اړه درواغ وايي او بنديان نېغ په نېغه د امريکايانو په واک کې دي، ځکه که فکر وکړو نو وينو چې د امریکايي پوځيانو سره هر وخت طالب بنديان تبادله کېږي مګر د همدې بنديانو په اړه بيا حکومت وايي وايي چې نه يې تبادله کوي، چې د دولتي چارواکو دا ډول ادعا پخپله د دوی بې کفايتي څرګندوي.

اوس هم چې زلمی خليلزاد د طالبانو او امريکايانو تر منځ د بنديانو د تبادلې لپاره خپل سفرونه کوي، خو طالبان په دې اړه څه نه وايي مګر د کابل اداره بيا په دې اړه له خپل واک او اختيار څخه ډېرې لوړې ادعاوې او بيانيې ورکوي.

داسې ګنګوسه ده چې طالبانو د زندانيانو په ډله کې د انس حقاني نوم هم يادوي خو د کابل اداره په دې اړه وايي چې د انس حقاني خلاصون د دوی لپاره سره کرښه ده.

خو اوس به معلوم شي چې د کابل اداره په دې اړه څه کوي؟؟

که امریکايان انس حقاني د خپلو استادانو په بدله کې خوشې کړي نو د کابل اداره به يې په وړاندې څه وکړي؟؟ او د امریکا په وړاندې به د کابل اداره دومره واک ولري؟ چې د بنديانو په اړه د امریکايانو طرحه رد او ناکامه کړي؟؟

مربوطه مطالب

Back to top button