سیګار: طالبانو د ګډو ځواکونو خلاف خپل بریدونه دوه برابره ډېر کړي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار اداره (سیګار) وایي طالبانو په وروستیو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له امله یې د ناټو او افغان ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کې وړاندې راغلي، په ورته وخت کې ګډو ځواکونو هم د دې ډلې پر وړاندې خپل هوایي او ځمکني عملیات ډېر کړي دي.
سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، طالبانو د ۲۰۱۹ میلادي کال له جون میاشتې راهیسي خپلو بریدونو کې ۴۹ سلنه زیاتوالی راوستی دی.
سیګار زیاته کړې، طالبانو په ټولیزه توګه له جون میاشتې راهیسي تر اوسه ۳۴۹۵ بریدونه کړي دي چې د تېر کال په پرتله یې ملکي مرګ ژوبله هم درې برابره زیاته کړې ده.
سیګار په دې راپور کې دملکي تلفاتو عاملین د ګډو ځواکونه ترڅنګ طالبان هم یاد کړي دي.
خو د هرې شپې په تېرېدو او افغان سولې خبرو له ګرمېدو سره سره ډیری مرګ ژوبله د ګډوځواکونو له لوري په ړندو بمباریو او شپنیو چاپو کې اوښتې.
طالبانو تر اوسه د سیګار له لوري خپاره شوي راپور په اړه څه نه دي ویلي.



