مول وهلی غازي او مجاهد!

څارنوال حشمت عبیدي

مسلمانانو په یوه غزا کې یوه کلا محاصره کړه، د کلا ساتونکي ژر تسلیم نه شول او د حصار شپې اوږدې شوې، د مجاهدینو قومندان( مسلمه بن عبدالملک ) اعلان وکړ چي کلا ته باید د هغې د سوري له لارې څوک ننوځي، څرنګه چې د کلا په سوري کې د مارانو او نورو ژویو د شتون وېره وه، قومندان وویل: که دا کس په دې لاره کې شهید شو، جنت به وګټي او که د کلا منځ ته ووت، دروازې ته به ځان ورسوي، هغه به مجاهدینو ته خلاصه او مجاهدین به بریالیتوب ترلاسه کړي.

د لښکر له منځه یو مول وهلی ځوان پورته شو او ویې ویل: زه کلا ته د دې سوري له لارې ننوتلو ته تیار یم، ځوان خپل کار په بریالیتوب سره سرته ورساوه او کلا فتحه شوه، له فتحې وروسته قومندان اواز وکړ چې د سوري له لارې ننوتونکی مجاهد دې ماته راشي، شپه تېره شوه خو قومندان ته څوک نه ورغی، بله ورځ یې بیا اعلان وکړ بیا هم څوک نه ورغی، دریمه شپه یې وویل چې دا کس دې د شپې له مخې ماته راشي، په شپه کې چې یې کوم وخت خوښ وي هغه مهال دې ماته راشي.

قومندان په خپله خېمه کې ناست و چې یو مول وهلی ځوان ورننوت، قومندان ورته وویل: کلا ته د سوري له لارې ته ننوتی وې؟ ځوان ورته وویل: نه بلکې هغه کس  زه رالېږلی یم او ویل یې چې زه به قومندان ته په دوو شرطونو خپل ځان ورښیم، قومندان وویل: هغه کوم شرطونه دي؟ ځوان وویل : یو دا چې د هغه د نوم پوښتنه به نه کوې او ستاینه به یې نه کوې او بل دا چې کوم انعام به نه ورکوې، قومندان وویل د هغه شرطونه منم، ځوان له مخ څخه نقاب لیرې کړ او ورته ویې ویل : هغه زه یم!.

مؤرخین لیکي مسلمه بن عبدالملک به ترمرګه پورې دا دعاء کوله: ربي احشرني مع صاحب النقب، خدایه! د سوري له مجاهد سره مې د اخرت په ورځ ملګری کړې!

تر ننه هم مؤرخین دا کس نه پېژني …

 دا هغه خلک وو چې زړونه یې په رښتیا له خپل څښتن سره تړلي وو او هرکار او هره کړنه یې د هغه د رضا له پاره ترسره کوله.

مربوطه مطالب

Back to top button