داعش په رسمي توګه د بغدادي وژنه ومنله او ځای ناستي یې اعلان کړ

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٩ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا له لوري د داعش ډلې د مشر ابوبکر بغدادي د وژنې له ادعا وروسته، په خپله داعش ډلې هم د بغدادي وژنه په رسمي توګه ومنله.
د العربيه تلویزوني چېنل د راپور په اساس دې ډلې د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د بغدادي د ځای ناستي په توګه د ټاکل کیدو اعلان هم وکړ.
دغه راز دې ډلې د خپل ویاند ابو الحسن المهاجر وژنه او د هغه د ځای ناستي په توګه د ابو حمزه القریشي ټاکل کېدل هم تائید کړل.



