افريقایي هيواد کېمرون کې د غره ښوېدنې لسګونه کسان وژلي

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٩ لړم ، ١٣٩٨ل)
د مرکزي افریقا په “کېمرون” هیواد کې له سختو بارانونو وروسته په ګڼو سيمو کې د غره ښویدو پېښې رامنځ ته شوي دي، چې ګڼ کورونه یې تر خاورو لاندې کړي دي.
د راپورونو له مخې په دغه پېښو کې تراوسه د ۴۲ تنو د مرګ خبرونه ورکړل شوي دي او د ګڼو نورو لټون روان دی. ويره ده چې د مرګ ژوبلې شمير به تر دې څوچنده زيات وي.



