کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت خلاف د جمعیت علماء اسلام “ف”ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د ازادۍ مارچ غونډې ته وینا کې مولانا فضل الرحمن د تحريک انصاف د واکمن ګوند حکومت ته ګواښ کړى چې په دوه ورځو کې دې استعفاء وکړي.
مولانا فضل الرحمن، چې نن مازيګر يې د آزادۍ مارچ ګډونوالو ته خبرى کولې، وویل:
”دوې ورځې وخت لرئ، تاسې باید استعفا وکړئ. دوې ورځې وخت شته، که نه زموږ مخه هيڅوک نه شي نيولى چې موږ د ادارو په تړاو څه نظر لرو. ”
مولانا فضل الرحمن د پلازمېنې په سیکټر ایچ ۹سیمه کې د غونډې ګډونوالو ته وینا کې واکمنو ته ګوتڅنډنه وکړه:
”تاسې څوک يي چې غربيان خوشحاله وٸ؟ پاکستان او اسلام نه بیلېدونکي دي. ”
مولانا په خپلو خبرو کې وويل چې د اسرائیلو د بهرنۍ پالیسي بنسټ د پاکستان له منځه وړل دي. نوموړي همدا رنګه د پاکستان په حکومت د اقتصاد خرابولو تور پورې کړ او دده په وینا چې:
”موږ د پاکستان غلام اقتصاد نه شو منلى” نوموړي همداراز د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: “هېڅ اداره حق نه لري چې په پاکستان حکومت وکړي او په وینا یې ‘یوازې د پاکستان خلک پر خپل هېواد د حکومت کولو حق لري. ‘
لاريونوالو ته د پاکستان پارلمان کې د اپوزیسیون مشر او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور او مسلم ليګ(ن) مشر شهباز شریف، د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هم ویناوې وکړې.
دې لاريون ته تقریبا ۹ سياسي ګوندونو فعالان ورغلي، معلومه نه ده چې دغه لاريون به تر څه وخته دوام وکړي، چې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان ورته د لاریونونو په شکل له خوړو او نورو اړتیا وړ موادو سره راغلي دي.


















