پاکستان؛ لاريونونه به عمران خان استعفا ته اړ کړي؟!

ليکنه: م. احسان تکل
په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام “ف” ګوند په رهبرۍ د اپوزيسيون د نهو لويو او وړو ګوندونو د”آزادي مارچ” ترعنوان لاندې د تحريک انصاف د واکمن ګوند په وړاندې پراخ لاريونونه روان دي، د آزادۍ لاريون چې تيره يکشنبه د جمعيت علماءاسلام ګوند دمشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان له ستر ښار کراچۍ څخه پيل شوى و، چې تيره شپه پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى ، او دهيواد له نورو برخو هم د اپوزيسيون ګڼ شمير پلويان ورسره يو ځاى شوي دي.
حکومت مخالف ګوندونه تور لګوي چې د عمران خان حکومت غيرقانوني دی، مشروعيت نه لري ، دپاکستان د ځواکمن پوځ په مرسته واک ته رسيدلى او همدا رنګه د پاکستان اقتصاد يې خراب کړى، له بهرنيو هيوادونو يې بې شميره پورونه اخيستې او په وينا يې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف واکمن ګوند دې استعفا وکړي او نويو ټولټاکنو ته دې لاره هواره کړي.
نن د پلازمينې اسلام اباد په “سیکټر ایچ ۹”سیمه کې د غونډې ګډونوالو ته دياد لاريون مشر مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې واکمنو ته ګوتڅنډنه وکړه چې په دوه ورځو کې دې واک پريږدي که نه دهر ډول راتلونکو عواقبو ذمه وار به حکومت وي، د مولانا په خبره حکومت په اولس کې خپل اعتماد له لاسه ورکړى او دا راټول شوي په زرګونو خلک د عمران خان لرې کيدل غواړي، عمران خان دې دخلکو غوښتنو ته احترام وکړي او واک دې پريږدي.
خو حکومت او عمران خان د اپوزيوسيون تورونه ردوي او د کودتا هڅه يې ګڼې، عمران خان تيره اونۍ ويلي و چې د حکومت مخالفو ګوندونو غوښتنو ته به هيڅکله تسليم نه شي او نه به واک پريږدي.
د پاکستان پيژندل شوي جورناليست او د حالاتو ځيړونکي حامدمير، چې خپله هم دلاريون ګډونوال دی، ويلي چې لاريون بريالي دی او په خبره يې سبا به نور هم مخکې ځي؛ خو د ډيرو کتونکو په باور مولانا فضل الرحمن د يو ټول ګونديز لاريون په رابللو او اسلام اباد ته په راتلو کې بريالى شو؛ خو د حکومت د پاتې کيدو ياړنګېدو پريکړه به پوځ کوي.
د کتونکو په باور پاکستان کې تل هغه څوک بريالي شوي، چې ترشا چې پوځ ولاړ وي؛
ځکه چې د پاکستان له جوړيدو وروسته تل پوځ مهمو پريکړو کې کليدي رول لوبـولى دی.



