بدخشان: د ۴۰۴ډوله بس موټر چپه کيدو پېښه کې نږدې لس کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۱، شنبه)

د راپورونو له مخې، د بدخشان ولايت- کابل پر لويه لاره د ۴۰۴بس ډوله موټر چپه کيدو پېښه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، پېښه نن سهار د بدخشان ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

عيني شاهدانو ويلي، تر اوسه له بس موټر څخه د اوو کسانو مړي را ايستل شوي او د نورو مړو او ټپيانو د را ايستلو هڅې روانې دي.

افغانستان کې ډير کله ترافيکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او موټروانانو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي چې مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button