سي آی ای روزولي او د خپل اولس وژونکي ځواکونه وپېژنۍ!

راپورتاژ: الماس خدرخېل

له کله نه چې له صفر یو نه تر صفر څلور قطعې، د خوست کمپاين، د کندهار يرغليز او د ننګرهار ميدان هوايي اړوند ځانګړي ځواکونه جوړ شوي په هر ځل عملیاتو کې يې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځولي او تر ډيره يې اولسي خلک وژلي دي.

که څه هم ملي امنيت ادعا کوي چې د دغه ځواکونو د فعاليت چارې دوی پر مخ وړي خو یاد ځواکونه چې خاص د سي آی ای له لوري روزل شوي او د عملياتو پر مهال هيڅ جګړييز قوانين نه مراعتوي چې د راپورونو پربنسټ په ډيری جنګي جرمونو او عامو خلکو په وژنو کې ښکيل دي.

وړمه ورځ د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په خپل راپور کې وويل، امریکايي استخبارات (سي آی ای) د یادو ځواکونو ملاتړ کوي، جنګي جرمونه او د بشري حقونو سرغړونې کوي چې په وينا يې د عملياتو پر مهال ملکي خلک په نښه کوي.

سي آی ای روزولي او د افغان اولس قاتلين ځواکونه؟

که څه هم وخت ناوخت د کورنیو چارو وزارت پورې اړوند کومانډو او ملي اردو ځواکونه هم وخت ناوخت شپني عملیات کوي چې تر يوې اندازې د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو سره له احتياط کار اخلي خو یوازيني د امريکايي استخباراتو روزلي ځواکونه دي چې په وروستيو کې يې شپني عمليات، چاپې او پلټنې زياتې کړي او د بشري حقونو د څار ادارې په وينا د جګړې قوانين ماتوي او د کمزورو معلوماتو پر بنسټ ملکي خلک هدف ګرځوي.

امریکايي استخباراتو روزلي د صفریو، صفردوه، صفر درې، صفر څلور قطعې، د کندهار يرغليز ځواک، د خوست کمپاين ځواکونه، د ننګرهار ميدان هوايي ځانګړې قطعه چې روزنه، ګمارنه، سمبالښت او د مديريت چارې يې سي آی ای پر مخ وړي خو د افغانستان ملي امنیت وايي چې د دوی په چوکاټ کې فعاليت کوي.

د بشري حقونو سازمان وایي د شپنیو عملیاتو ډېرې پېښې چې دوی څېړلې، یادو ځواکونو په غیرقانوني توګه، د ناسمې پېژندنې، کمزورو معلوماتو او یا هم په سیمه ییزه کچه د خپلمنځي دوښمنیو پر بنسټ ملکي خلک پرته له توپيره هدف ګرځولي دي.

د بشري حقونو اداره وايي، له هوايي بريدونو نيولې بيا تر نيونو، پر روغتيايي مرکزونو بمبارۍ او د خلکو ورکول هغه څه دي چې دوی ترې کار اخلي او د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

یاده اداره وايي، د وروستيو دوو کلونو ځينې پېښو پلټنې يې کړي، د غزني، وردګ، هلمند، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، ارزګان او زابل ولایتونو څخه د دا ډول عملیاتو ۳۹ عیني کتونکي يې غږولي چې هغوی سره بې رحمانه چلند شوی، د کورنۍ غړي او آن ټولې کورنۍ يې وژل شوي دي.

بي بي سي په خپل راپور کې د وحيدالله په نوم د یوه تن خبرې راخيستي چې په وینا يې ، نيمه شپه پر کلي هوايي بريدونه پيل شول، لږه موده وروسته يې د کور دروازه ماته او داخل ته يې وسله وال کسان دننه شول زياتوي “افغانان هم ورسره وو خو قومانده امریکایانو ورکوله، یوه افغان ماته وویل چې امريکا راته امر کړی، که تاسو له خپل ځایه بې ځایه شوئ، ټول به ووژنم.”

د بشري حقونو د څار اداره وايي، دغه ځواکونه پرته له دې چې چاته ځواب ویونکي و اوسې عملیات کوي زياتوي افغان حکومت بايد ژر ترژره دغه ډول وسله وال چې د سي آی ای له ملاتړه برخمن او د هغوی تر امر لاندې کار کوي، منحل کړي.

د یادو ځواکونو په عملياتو کې ډير کله ملکيان وژل شوي چې خلکو يې پر ضد لاريونونه، اعتراضونه غونډې کړي او د یوناما، طالبانو، ځينو نړیوالو او کورنيو بنسټونو يې د وحشي عملیاتو پرضد غبرګونونه ښودلي خو دا لومړی ځل دی چې د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د يادو ځواکونو فعاليتونو اړوند غبرګون ښيي او د هغوی د منحل کيدو غوښتنه کوي.

په عين حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي هم وايي، چې د دغو ځواکونو له کړنو څار ستونزمن دی زياتوي په داسې لارو چارو غور کیږي چې له مخې يې د هغوی عملیات په دقت ترسره شي.

له بله پلوه له کابله خپریدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د بهرنيو استخباراتي روزلي، د هغوی امر منونکو ځواکونو حضور د پوښتنې وړ بللی په وينا يې (د ملي حاکميت په مسئله کې حکومت پړ دی) او که افغانان د يادو ځواکونو مسئله جدي ونه نيسي نو د افغانانو وينې بهيدل به همداسې دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button