ګنجی چا په واده کې نه پریښودو هغه ویل زه له ناوې سره کینم

ډاکټر یوسف اکبری
طالبان له پخوا نه نعرې وهي چې دا حکومت لاسپوڅی دی، د هیڅ شي واک نه لری، نه یې د حکومت کولو واک خپل دی، نه یې د جنګ کولو او نه یې هم د سولې کولو او یا نه کولو، تاسې ولیدل چې امریکا آن خپلو سکه لاسپوڅو ته دا واک ندی ورکړی نو دې ناسکه لاسپوڅو ته به څه ډول واک ورکړي؟
زلمی خلیلزاد چې د امریکا سکه لاسپوڅي دی، پوره نهه میاشتې یې له طالبانو سره د سولې په اړه مذاکرات وکړل خو د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ سره د زلمي خلیلزاد نهه میاشتنۍ هلې ځلې سقط جنین کړې.
دلته د امریکا ناسکه لاسپوڅې په وړو خولو سترې سترې خبرې کوي، او چیغې نارې وهي چې طالبان باید له دوی سره خبرې او مذاکرات وکړي نه له امریکا سره، خو طالبان ورته په وار وار وایي چې تاسې نه مسؤلیت لرئ او نه هم صلاحیت، که ادنا صلاحیت مو درلودای نو د صفر یک صفر دو صفر سه صفر چار قطعو د هغو وژنو په اړه مخه نیول خو لرې خبره ده اقلا به مو ملت او ولس ته وضاحت ورکړی وای چې ولې هره ورځ بې ګناه هیوادوال په دومره بې دردۍ او وحشت سره وژل کیږي؟
که تاسې ګنجیانو صلاحیت درلودای نو لږ تر لږه به مو د امریکا نه پوښتلي وای چې ولې زمونږ بې ګناه افغانان هره ورځ وژل کیږي او لامل یې معلوم نه دی او لړۍ هم نه دریږي؟
دا ناسکه ګنجیانو ته یواځې شعارونه پاتې دي، چې ووایي چې هرڅه باید د افغانانو په ملکیت کې ترسره شي، دا سمه خبره ده خو باید وضاحت ورکړل شي چې باید هر څه د اصیلو افغانانو په مالکیت کې ترسره شي نه ستاسې په څیر له غرب نه راوارد شویو هسي په نوم افغانانو په مالکیت.
د دې ناسکه لاسپوڅي وروستنۍ د خندا وړ ادعا داده چې څو ورځې وړاندې یې د ارګ له ماڼیو نه اعلامیه خپره کړه او پکې یې ویلي دي چې مونږ طالبانو سره د سولې لپاره ۷ شرطونه وړاندې کړل؟!!!
طالبان اصلا له دې لاسپوڅو سره خبرو کیناستو ته تیار نه دي خو دوی لګیا دي شرطونه ورته وړاندې کوي، طالبان بې شرطه هم درسره نه کیني، او تاسې لا شرطونه ورته ږدئ، شرم هم یو حد لري، خو د دوی په ډکشنرۍ کې شرم نشته. وایي ګنجی چا په واده کې نه پریښودو او هغه ویل چې له ناوې سره کیني.



