د روسيې صدراعظم: هيواد يې چمتو دی چې افغانستان کې خپلې نيمګړې طرحې بشپړې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۱، شنبه)
د روسيې صدراعظم ميددوف ويلي، چې هيواد يې په افغانستان کې د خپلو نيمګړو طرحو د بشپړولو لپاره چمتو دی.
نوموړي پرون د جمعې په ورځ د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي او د افغانستان سره په ځینو برخو کې د همکارۍ ژمنې يې کړي دي.
د اجرائيه مشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کتنې پر مهال د روسيې صدراعظم افغانستان سره د سوداګرۍ پر کميدو اندېښنه ښودلې او د سوداګرۍ برخه کې يې د پراخيدو غوښتنه کړې ده.
د روسيې صدراعظم وايي: “روسيه چمتووالی لري څو هغه تر کار لاندې پروژې او تر څنګ يې خپلې تېرې طرحې بشپړې کړي”.
دغه راز نوموړي ټینګار کړی چې هیواد به يې په تحصيلي، فرهنګي، د مخدره موادو مبارزې او نظامي افسرانو روزول کې هم خپلې مرستې جاري وساتي.
اجرائیه رياست له نوموړي مننه کړې او په یادو برخو کې يې د روسيې د همکارۍ هرکلی کړی.



