د مارکسیزم او لیننیزم بچیان لا هم له خپل پلیت خره نه کوزیږی

انجنیر عمیر ویاړ

خلقيان، پرچميان/ کمونستان د ذهني غلامی اصلي بېلگه دي. د خپل پلیت خره څخه نه را ښکته کيږي، که هر څومره مردار او چټل خر هم دی.

اوس هم د خپلي وحشي غلامي د دورې صفتونه کوي، مردار خوبونه ويني چي ملت ته بيا فرېب ورکړي او دوي بيا په يوه او بل نامه د واک واگي به لاس کي واخلي. پدې خاطر مهمه ده چي د ملت د هوښياری او بيداري دپاره تلپاتي مبارزه وشي چي ملت مو بيا فرېب و نخوري او په تشو خبرو یی ونه غوليږي.

د کمونستانو په دوره کي زموږ په عادي ملکي مکتبونو کي یو نوی مضمون اجباري شو، د سياست يا علوم سياسي په نامه چي پکی شاگردانو ته د لېننيزم او مارکسيزم تدريس ورکول کېدو. مارکسيزم او لېننيزم  مطالعه حتمی شوه او کمونستي سياست کي بايد برخه اخیستل اجباری وه، پرته له دی هر شخص د حزب، د “انقلاب” او د وطن دښمن گڼل کېده او له مینځه وړل کیدو.

په هغه ویډیو کی چی نن سبا په ټولنیزو رسنیو کی لاس په لاس کیږی د ملحد ببرک کارغل د مرداري خولې څخه واوری چي وايي:

 “که په مارکسيزم لېننيزم ايمان نلرﺉ هيڅ جبر ندی چي حزبي شی،  په جرائت سره وواياست چي اماده نه يو لا تر اوسه (د مارکسيزم) مطالعه کوم”.

نن سبا شرمیدلی کمونستان بيا په سل ډوله دروغو ملت د غلطولو هڅه کوی او وايي چي موږ کمونستان، لېننستان او مارکسستان نه يو بلکه مسلمان، وطن پرست او ملتپال خلګ يو. دا مرتدين آن حج ته د همدی لپاره ځي چي ملت تیرباسی کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button