کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ويزو ورکول بند کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)
په کابل کې د پاکستان سفارت نن د لړم مياشتې په ۱۳ نيټه اعلان وکړ چې افغانانو ته يې د ويزو ورکول بند کړي دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کار يې د سفارت کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو له کبله کړی زياتوي چې د دوی د سفارت کارکوونکي خپلو موټرو کې دندې ته د تګ راتګ پر وخت ځورول شوي او له ګاډو سره يې موټرسيکلونه جنګول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې کابل کې د پاکستان سفارت تر بلې خبرتيا پورې به افغانانو ته د ويزو ورکول بند وي.
دغه راز پاکستاني سفارت په خبرپاڼه کې د کابل له حکومت غوښتي چې د ويانا د ديپلوماتيکو امتيازاتو له مخې دې د پاکستاني ديپلوماتانو امنيت ته پام وکړي او یادو مامورینو ته د متوجه ګواښونو پلټنې وروسته دې، هغوی ته د امنيت د خونديتابه ډاډ ورکړي.
ګډ حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې هم په کابل کې د پاکستان سفارت ويلي و چې افغانانو ته د ويزو په ورکولو به محدوديتونه وضع کړي او یوازې ناروغانو او سوداګرو ته به ويزې ورکوي.
دا مهال د ورځې په عادي ډول په کابل کې د پاکستان سفارت څخه شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو ويزې ترلاسه کولې.



