بغلان: د ماین چاودنه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د ماین چاودنې ۱۴ تنه ولسي وګړي مړه اوټپيان کړي.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې پېښه نن ورځ سهار ۹ بجې د شهاب الدین د سیمې په اکاخیلو کلي کې رامنځته شوې کله چې له سورلیو يو ډک موټر په ماین برابرشو .

د سرچينې په وپنا په چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

دبغلان دمرکز پلخمري د روغتون مشر “محمد انور” له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې د چاودنې له ځایه ورته د یوه ماشوم او يوې مېرمنې په شمول اته جسدونه وروړل شوې.

دمحمد انور په خبره، د زخميانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button