هلمند کې د لړمانو فارم؛ چې د یو کېلو زهرو بیه یې لس میلیون ډالرو ته رسیږي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لړمانو یو مجهز فارم جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د لړم روزنې یو مجهز فارم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې د ۱۶۰۰۰زره لړمانو د ساتنې ظرفيت لري.

د هلمند ولایت د کرهڼې رئیس زلمی الکو وايي، چې ریاست يې د ياد فارم د پرمختیا په موخه د فارم شته ستونزې ارزوي او د حل لپاره یې دوی ته لازمې لارښوونې ورکوي.

د ياد فارم خاوندان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې نړیوالو بازارونو کې دې د زهرو د پلور مارکيټ ورته پيدا کړي، د فارم جوړونکو په وینا دغه فارم یې د هلمند ولایت د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړ کړی دی.

لړمان چې دچینجيو په خوراک ژوند کوي، هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي او د لړمانو زهر، چې د سرطاني ناروغيو په درملو کې ترې استفاده کیږي، په نړۍ کې تر ټولو ګران بيه ماده ده، چې د یو ليټر بیه یې نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د کرهڼې او اوبولګولو وزارت په خبره، دغه فارم د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوی؛ خو د هلمند ولایت د کرهڼې ریاست هر اړخیزه مرستې او همکارۍ ورسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د لړمانو روزنې فارم افغانستان کې په لومړي ځل هرات ولایت کې جوړ شو، چې وروسته بيا ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته فارمونو فعالیت پیل کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button