کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
اسلام آباد کې دلاریونوالو سرلاري او دجمعیت ګوند مشر له لوري دپاکستان لومړي وزیر عمران خان ته ورکړل شوی ضرب الاجل پوره شوی دی، نوموړي ویلي، له خپلو همسنګرو سره تر ناستې وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.
مولانا فضل الرحمن عمران خان ته د استعفا لپاره دوه ورځې وخت ورکړی وو او زیاته کړې یې وه چې که چېرته هغه پر خپل وخت استعفا ونکړي نو سختې پرېکړې به وکړي.
اسلام اباد کې د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد ګوندونو د لکونو لاریونوالو اعتراضونه لاهم روان دي.
دوی وایي، عمران خان په درغلۍ واک ته رسېدلی دی او څو پورې چې هغه استعفا نه وي ورکړې دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
حکومت ویلي، دوی خبرو ته تیار دي خو د عمران خان د استعفا خبره په هیڅ صورت نه شي منلی.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت وایي، په اسلام اباد کې د لاریونوالو له سرلاري مولانا فضل الرحمن سره د عمران خان له استعفا پرته پر نورو مسائلو خبرو اترو ته چمتو دي.
دا لاهم مالومه نده چې مولانا فضل الرحمن به له خپلو ملګرو سره تر مشورې وروسته کوم ډول پرېکړه وکړي، خو ټولې دولتي ادارې د لومړي وزیر دفاع کوي او لاریونوالو ته دسختدیزۍ په صورت کې اخطارونه ورکوي.


















