(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۴، سه شنبه)
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون وايي، چې د ولسشمر غني او اجرائيه مشر لپاره د ۹۱ ځانګړي شوي کود ته یو ميليارد او ۷۲۰ ميليونه افغانۍ په غير قانوني توګه ور اضافه شوي دي.
د ولسمشر او اجرائيه مشر لپاره د ۱۳۹۷ل کال په اوږدو کې د ۹۱ کود په چوکاټ کې د ملي بوديجې څخه یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون افغانۍ تصويب شوي خو د ولسي جرګې د مالي بودجې د کمېسيون رئيس محمد عظیم محسني وايي، ماليې وزارت د دولت له نورو کودونو د ولسمشر او اجرائيه مشر د کود له یادو تصويب شويو پيسو علاوه نورې یو ميليارد او ۷۲۰ ميليونه افغانۍ په غير قانوني توګه ورليږلي دي.
نوموړی د ماليې وزارت دغه عمل خپلسری، د قانون او د بودجې له اصولو خلاف بولي په وينا يې تر اوسه د افغانستان په تاريخ کې دا ډول کار نه دی شوی.
د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسیون مشر زلمی زابلی وايي، د ماليې سرپرست وزير هم مني چې له نورو ادرسونو يې ۹۱ کود ته پيسې ليږلي خو په دې اړه له وضاحت ورکولو ډډه کوي.
د قانون پر اساس، ۹۱ کود د ولسشمر په واک کې ورکول کيږي خو دا چې اجرائيه مشر ورسره په حکومت کې شريک دی نو داړه مشران کولی شي په بيړنيو حالاتو کې له یادو پيسو څخه ګټه واخلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست هم د يادو غير قانوني پيسو په تړاو له ځواب ويلو ډډه کړې.
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي پرون د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته غوښتل شوی و، څو په دې وزارت کې د فساد د ادعاوو، د افغانستان امریکايي پوهنتون د تړون، د اروپايي ټولنې او انګلستان سفارت د دولتي ملکیتونو، او پر یوه خصوصي پوهنتون د سیلو د یوې برخې پلورلو په اړه ځواب ووايي خو نوموړي په دې اړه هيڅ معلومات ورنکړل.
















