کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۳۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۷منډو هدف وټاکه.
وروسته افغان لوبډلې خپله لوبه پیل کړه چې په ۳۴.۵ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان ورکړل شوی هدف پوره کړ.
افغان لوبډله کې رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.
















