د تاجکستان او ازبکستان په ګډه پوله نښته شوې

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١٥ لړم ، ١٣٩٨ل)

د تاجکستان ددولتي خبري اژانس (خیبر) د راپور په بنسټ نن چهارشنبه سهار وختي ، یوې وسله والې ډلې د ازبکستان سره په پوله د تاجکستان پر پوله ساتو ځواکونو برید کړي.
رسمي سرچینو د بریدګرو شمیره شل تنه ښودلى ، خو تراوسه دبريدګرو د پيژندګلوي او تنظیمي اړیکو په اړه هیڅ معلومات نه دي خپاره شوي.

د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په يوه خپره شوى خبرپاڼه کې ويل شوي چې بریدګرو له پوستې څخه پنځه اتومات ټوپک ترلاسه کړي دي.

د امنيتي سرچینو په وینا ، د پولیسو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې پنځلس برید کونکي وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي. دامنيتي سرچينو په وينا په ياده نښته کې یو سرحدي سرتیری او یو پولیس افسر هم وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button