كابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ایران جنوبي ولايت هرمزګان اړوند د “روی در” په ښار کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده .
تهران کې د زلزله پیژندنې مرکز په وينا چې دا زلزله په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او لسو دقیقو د “هرمزګان” ولایت اړوند د (روی در) په ښار کې رامنځته شوې ده.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې و، چې مرکز یې د ځمکې لاندې په ۱۶ کیلومترۍ کې و.
دې زلزله کې تراوسه پورې د ځاني او مالي زیان په هکله معومات نه شته.


















