ټایلنډ: یالا ایالت کې وسلوالو بریدګرو ۱۵ کسان وژلي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د راپورونو له مخې، د ټایلنډ په یالا ایالت کې د کنټرول پر کرښه یوه پوسته باندې وسله وال برید شوی دی چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د بنکاک د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د یالا ایالت په یو لري پراته کلي کې څو تنو وسله والو چې شمېر یې لا تر اوسه کره شوی نه دی د ماشیندارو او لاسي بمونو په واسطه پر یوه پوسته برید کړی دی.

ویل شوي چې دوی له هغې ډلې سره تړاو لري چې د ټایلنډ دریو جنوبي سرحدي ایالتنونو کې وخت ناوخت په دولتي چارواکو وسله وال بریدونه کوي.

د ټایلنډ حکومت وایي دا برید ښایي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو په اصطلاح یاغیانو کړی وي.

ټایلنډي چارواکي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو مسلمانانو ته د یاغیانو خطاب کوي.

په سیمه کې پولیسو ویلي، دا په دې وروستیو کلونو کې په یاد هېواد کې تر ټولو خونړی برید و چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې.

مربوطه مطالب

Back to top button