د داعش منزوي ډله د امريکا په رسنيز ماشين کې بيا فعاله شوې!!

څارګر احمدزی
د داعش په نامه د مسلمانانو د وېشل کېدو او پاشل کېدو ډله امريکا د څو کلن پلان له مخې تشکيل شوه او لومړی فعاليت يې په عراق کې پيل کړ، که څه هم په هغه وخت کې مسلمانانو داسې فکر کاوه چې ګواکې داعش ډله به د مسلمانانو مرستندويان شي، خو برعکس داعش لومړی تر هر څه وړاندې د مسلمانانو پر وژلو پيل وکړ او د هغو مسلمانانو وژل يې پیل کړل کوم چې د امريکا په خلاف راپورته شوي وو او امریکا يې سرګردانه کړې وه.
څه موده وروسته دغې ډلې افغانستان ته د يوه مکروب او وايروس په حيث سرايت وکړ او لومړی قدم يې په افغانستان کې دا و چې مذهبي تعصبونه يې وزېږول او بيا يې د طالبانو په خلاف خپل عمليات پيل کړل، که څه هم په لومړي سر کې طالبانو د خبرو اترو له لارې وغوښتل چې داعشي مشران پوه کړي. خو ونه شوه نو وروسته يې دهېواد په ګوټ ګوټ کې عمليات ورپسې پيل کړل، تر ډېرو سختو جګړو او عملياتو وروسته يې دغه افواهاتي ډله له منځه يووړه او اوس فی الحال په افغانستان کې تر ډېره بريده له منځه تللې ډله ده. افغان ولس ترې پاک شوی دی.
دغه شان په سوريه او عراق کې هم د هغه ځای مجاهدينو د ضعف تر حده رسولې ده.
د داعش ډله چې امریکايي ګټې يې تأمينولې، بله هڅه يې دا وه چې د روس په خلاف په سوريه، عراق او د روسيې په شا او خوا کې امريکا د روسانو په خلاف يو ډول تهديد جوړ کړي چې په دې ترتيب به د مسلمانانو په خلاف جنګ ته روسان هم دخيل شي، د امريکا دا پلان د سوريې په سيمه کې تر ډېره حده تطبيق هم شو ځکه چې روسانو خپل پوځونه د سوريې د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره راوستل او ډېر زيات مسلمانان يې د خپلو وحشیانه بمبارونو ښکار ګرځول.
خو کله چې امریکايان پوه شول چې داعش ډله نور د دوی ګټې نشي تأمينولی او د مسلمانانو له لوري له ماتې سره مخ شوه، په شام، عراق او افغانستان کې مجاهدينو ورته ماتې ورکړلې، نو يې له دې وروسته سمدستي اعلان هم وکړ چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي يې په عراق کې د يوې چاپې په ترڅ کې وژلی دی، له دې سره متصل داعش ډلې هم د خپل مشر او يوه بل وياند د وژلو پخلی وکړ او دا يې هم وويل چې پر ځای يې بل مشر هم ټاکلی دی.
امريکايانو وپتېيله چې داعش ډله نور په اسلامي ممالکو کې خنثی ډله ده او هيڅ کار نه ورکوي. نو ځکه يې د داعش ډلې د مشر د وژلو ادعا وکړه او بيا يې وويل چې مړی يا جسد يې هم په سمندر کې غورځولی دی.
خو هغه رسنۍ چې په نړۍ کې د امريکا د لوډسپيکر په نامه مشهوره ده، او د bbc په نامه يادېږي، د روانې نوامبر د مياشتې پر اوومه نېټه يو راپور خپور کړ چې ګواکې د داعش ډلې څو کسيزه ډله د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان او ازبکستان پولې ته څېرمه ننوتلي دي او د تاجکستان څو پوځيان يې وژلي دي چې اوس يې د ازبکستان پوځيانو له لوري لتون روان دی.
بي بي سي دغه راپور په داسې حال کې خپروي چې څه موده مخکې د امریکا له خوا اعلان شوه چې د داعش مشر يې وژلی دی او داعش بيا اعلان وکړ چې مشر يې وژل شوی او بل ځای ناستی يې هم ټاکلی دی.
بلخوا په افغانستان کې هم د داعش ډله د طالبانو له لوري له نشت سره مخ شوه.
خو د امريکا دغه لاوډسپيکر رسنۍ بيا په ورته وخت کې داسې راپور خپروي چې تاجکستان ته بريدګر داعشيان له افغانستان تللي دي. په داسې حال کې چې په تېرو ورځو کې روسيې او تاجکستان هم په ګډه خبر ورکړی وو چې د افغانستان پولې ته څېرمه يې تمرينات پيل کړي دي.
نو له دې امله وايو چې دغه ډول راپور روسيه هڅوي چې په افغانستان کې مداخله وکړي او د سوريې په څېر يو نا امنه هېواد ورڅخه جوړ شي.



