فارياب: د طالبانو برید کې د قرمقول امنيه قومندان او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)

د راپورونو له مخې، د فارياب ولايت په قرمقول ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي چې عسکرو ته پکې مرګ زوبله اوښتې ده.

دغه نښتې چې پرون د جمعې د دواړو خواوو تر منځ د قرمقول او اندخوی ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

د فارياب سیمه ييزې امنیتي سرچينې وايي، دولتي ځواکونو غوښتل په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړي چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي او سرتيرو ته پکې تلفات اوښتي دي.

د سرچينې په وينا، په دغه نښتو کې د قرمقول د امنیه قومندان (سفر رئيس) په ګډون ګڼ شمير عسکر وژل شوي دي.

طالبانو د بريد مسؤولیت منلی او په خپله رسمي ويب پاڼه د ياد برید خبر ورکړی زیاتوي، د برید په ترڅ کې د قرمقل امنيه قومندان او ګڼ عسکر  او اربکيان وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې ځای کې پاتې و.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه جګړې پر مهال د قومندان محمد رحیم په شمول ګڼ شمير عسکر نور ټپيان شوي هم دي.

دغه راز په یوه بل خبر کې د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني د شلګر ولسوالۍ اړوند په خاني کلا سیمه کې طالبانو یوه پوسته نيولې، اووه عسکر وژل شوي، درې نور طالبانو ژوندي نيولي او د هغوی څلور پيکا، څلور ميله امریکايي کارمولي ټوپکونه هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button