زابل: طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز هم نيولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)
د راپورونو له مخې، طالبانو تيره شپه د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ برید کړي چې نن سهار يې د يادې ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرباڼه کې ويلي، چې د زابل انتقالي مرکز او د استخباراتو مديريت نن سهار طالبانو نيولي دي.
په دغه برید کې د ملي امنیت مدير عمر او د یادې ولسوالۍ لپاره د دولت امنیه قومندان صحرابي او ګڼ شمير عسکر وژل شوي دي.
خبریاڼه کې راغلي، چې طالبانو د دغه برید په پايله کې د عسکرو پنځوس ميله درنې او سپکې وسلې او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو نهه کلونو راهيسې د ارغنداب ولسوالۍ اصلي مرکز (سایګز) د طالبانو په لاس کې دی او سیمه ييز حکومت د دغه ولسوالۍ انتقالي مرکز د ده افغانانو سیمې ته لېږدولی و چې هغه هم تيره شپه د طالبانو په لاس سقوط شو.
د اکتوبر مياشت کې په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کسانو پر پوليسو برید کړی و چې لس تنه عسکر پکې وژل شوي و، بريد کوونکي کسان او د عسکرو وسلې يې طالبانو ته وروړې وې.
طالبانو په وروستيو کې پر دولتي پوځي مرکزونو خپل بريدونه زيات کړي چې ورسره عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته هم پکې د تلفاتو شمير زياتت شوی دی.
سيګار تيره اووني په خپل راپور کې ويلي و چې د طالبانو بریدونو پنځويشت سلنه د پوليسو تلفات زیات کړي دي.



