شپږ اتلان؟، که ظالمان!

لیکوال:  امین وردګ

۱- شهید صلح، پرفیسور، استاذ، برهان الدین ((رباني)) د (جمیعت اسلامي افغانستان) په نوم جهادي تنظیم رهبر او امیر.

۲- د دوو جهادونو امیر، انجنیر ګلبدین ((حکمتیار)) د (حزب اسلامي افغانستان) په نوم جهادي تنظیم رهبر او امیر.

۳- قهرمان ملی کشور ، شهید انجنیر احمدشاه(( مسعود)) د (جمیعت اسلامي افغانستان) په نوم جهادي ګوند مخکښ قومندان او د رباني په حکومت کې د دفاع وزیر.

۴- شیخ الحدیث، پرفیسور، استاذ، عبدالرب رسول ((سیاف)) د (اتحاد اسلامي افغانستان) په نوم جهادي تنظیم رهبر او امیر.

۵- ستر جنرال، الحاج عبدالرشید ((دستم)) د (جمبش ملي اسلامي افغانستان) په نوم ګوند رهبر.

۶- شهید وحدت ملي، استاذ، عبدالعلی ((مزاري)) د (حزب وحدت ملي اسلامي افغانستان) په نوم ګوند رهبر.

دا شپږ کسه هغه اتلان دي چې د افغانستان د زیاترو ښارونو مشهورې جادې او لوی سرکونه د همدوی  په نومونو سره یادیږي.

په ښارونو کې لوړې او دنګې ماڼۍ د همدغو خلکو  په انځورونو پوښل شوې دي.

بلې! نن په افغانستان کې یوازې همدغه شپږ کسان دي چې ډېر محترم او مکرم بلل کیږي.

خو اصلي او اهمه پوښتنه دا ده؛ چې دوی څه کړي؟ولې؟ او چا اتلان وبلل؟

راځئ چې د ړانده تقلید پر ځای بنیادي تحقیق وکړو،  راځئ چې تور له سپینو او سپین له تورو بېل کړو.

ښاغلی برهان الدین (رباني) له حضرت صبغت الله (مجددي) څخه وروسته (د رئیس جمهور په توګه) په کابل کې د واک پر ګدۍ کېناست، خو سم له لاسه د هغه وخت د صدر اعظم ښاغلي حکمتیار له جدي مخالفت سره مخ شو او د دواړو رهبرانو تر منځ، سړه جګړه ونښته، خو دا جګړه په غرونو او دښتو کې نه ! بلکې د کابل په زړه کې پیل شوه.

د دارالامان او پل آرتن خوا، بیا تر سپینې شګې پورې د حکمتیار په واک کې وه او مقابل لوري ته یې تر خیر خانې پورې د قومندان احمدشاه مسعود واکمني چلېدله.

(موږ په زغرده وایو چې د جمیعت ګوند ټول واک له مسعود سره ؤ او ښاغلی رباني یې هسې د یوه سیمبولیک رهبر په توګه په چوکۍ پسې تړلی ؤ )

هاخوا بیا د کمپنۍ سیمې د قرغې تر بند پورې، هسې د پغمان تر دنګو څوکو د استاذ سیاف حکمراني چلېدله، خو دغه لویې ګیرې والا شیخ !؟ به زیاتره جګړې له عبدالعلي مزاري سره کولې او د جمیعت له ګوند سره یې هم ژور ملاتړ موجود ؤ.

د فاضل بیک او نیازبیک په شاوخوا کې به تل (دغه دوه اتلان) سره نښتي وو.

له بلې خوا بیا جنرال دستم د پل تخنیک او باغ بالا په شاوخوا کې ورته اړولي وو، چې کوم ځای به د ګټې او ولجې ورته ښکاره شو، نو به یې پرې ورمنډه کړه او هغه سیمه به یې داسې چور کړه؛ چې نه به یې د خلکو سرونه پکې پرېښوول،  نه عزت، نه مالونه او سامانونه؛ ځکه خو به یې ملېشې د ګلمجمو په نوم سره یادېدلې.

عبدالعلي مزاري بیا په کابل کې د دشت برچي څخه رانیولې، تر کوټه یې سنګي پورې حاکم ؤ او د (شفیع دیوانه) په نوم یو بې رحمه قومندان یې هم ساتلی ؤ چې له وحشت او بې رحمۍ څخه یې ټول کابل ښاریان خبر دي او ((رقص مرده)) یې تر ټولو مشهور عمل دی.

مانا دا چې کابل په شپږو ملوک الطوائفي نظامونو وېشل شوی ؤ او د هرې حکمرانۍ مفتیانو به د مقابل لوري تر واک لاندې اوسیدونکي ټول مباح الدم ګڼل! ځکه خو به یې د هر ډول برید فتوا پرې روا بلله.

ښه نو! کله چې جګړه کوڅه په کوڅه شي او یو پر بل چې څه ډول وسله ولري هغه وکاروي، حال دا چې کورونه هم له عامو وګړو ډک وي،  څه فکر کوئ!  چې څه به پېښ شي؟

او اې! کله چې (ببرسري سارایي) جنګیالي له اخلاقي پلوه د صفر تر کچې هم ټيټ وي او د مخې نیولو یې څوک نه وي،  بلکې آن د هر وحشت اجازه ورکړل شوې وي! څه ډول کارونه به (له نازکو ښاري نجونو سره) وکړي؟

هسې هم په هغه وخت کې د ښکېلو غاړو د وحشي ټوپکسالارانو تر منځ دا عامه خبره وه چې ویل به یې ((کابل ښاریان ټول خلقیان او پرچمیان دي)) نو د دغه فورمول له مخې به یې سرونو قیمت نه لرلو،  مالونه یې غنیمت او عزت یې لیلام ؤ.

مبالغه نه ده!  حقیقت دی.

هغه مهال به هر هغه څوک د جاسوس په تور نیول کېدلو چې ښارونو ته به یې آزادانه تګ راتګ کولو؛ کابل ښار ته خو تګ راتګ بلکل د خاد تر ټاپه لاندې وو.

دغو شپږو کسانو خپلو ټولو جګړه مارو ته (په کابل ښاریانو) د هر ډول تیري اجازه ورکړې وه؛  البته هغه کسان چې له دوی سره به مل نه وو، اګر که خو به یې کله – ناکله په خپلو چرګوړو هم مرداري کوله.

دا عامه او روا فورموله وه؛ چې مشرانو به یې کشرانو ته ویل: ((سرونه یې زموږ، مالونه او عزت یې ستاسو))

که زما ادعا غلطه وي نو شپېته زره کابل ښاریان چا ووژل؟

په میلیاردونو ډالره اقتصادي زیان چا واړاوه؟

د خلقیانو او پرچمیانو پر نوم  پتمنې پېغلې چا بې پته کړې؟

چا به چې (رقص مرده) ته چکچکې وهلې د هغوی پلېت انځورونه او ناولې مجسمې نن ولې د کابل په واټونو او چوکونو کې ولاړې دي؟

ګیلمجمان ولې د مجازاتو پر ځای مکافات شول؟

سیاف ته څوک شیخ الحدیث وایي؟

تر کوم دلیل لاندې مسعود ((قهرمان ملی کشور)) یاد شو؟

دفاع، داخله او مالیه وزارتونه (د سرای شهزاده په شومول) چا چور کړل؟  مالونه او سامانونه یې چا شمال ته یووړل؟

دستم چا تر ارګه و رساوه؟

مزاري ته چا ((شهید وحدت ملي)) لقب ورکړ؟

رباني څوک ((شهید صلح)) یادوي؟

حکمتیار ته څوک  ((د دوو جهادونو امیر)) وایي؟

او اې خلکو! وخو مو لیدل چې شپږ واړه یې الله داسې ذلیل کړل، چې د امریکې د غلامۍ زینارونه یې غاړو ته ولوېدل او دا دی دا آتلس کاله کیږي چې په افغانانو باندې د امریکا هر وحشت ته چکچکې هم وهي او په میلیونونو یې پرې قتل کړل،  شتمنۍ او عفتونه یې پرې لوټ کړل، تاریخ او ویاړونه یې ورباندې وپلورل.

نو اې خلکو!  د خدای په خاطر نور دا ړوند تقلید پرېږدئ، حق ولولئ، حق واورئ او حق ووایئ.

زه کلک یقین لرم چې د اصل افغان د عزت،  تاریخ، عرضي تمامیت او استقلال معامله؛  همدغو کسانو له ځینو… استخباراتي کړیو سره کړې ده.

زه دا باور هم لرم چې ویښ افغانان به ویده او ویده به مړه کړي.

ماته یو چا وویل چې؛ که مسعود ژوندی وای امریکایان به یې افغانستان ته نه وای را پریښي!

ماویل ښه! نو دا مسعود څومره بې واکه امیر ؤ؛ چې شاته یې یو داسې کس هم پرېنښود،  چې د امریکا مخالفت وکړای شي؛  آن وروڼه او اولادونه یې هم د امریکا متحدین او ملګري شول، هغه قومندانان خو به یې لا نه یادوو.

هسې په دروغینو ډنډورو پسې مه ځئ! ریښتينی تاریخ وګورئ!

اوس هم د جادې په دواړو خواوو کې د دوی د جګړو نښې شته.

مربوطه مطالب

Back to top button