ولسمشرۍ ټاکنو پروسه کې نوې لانجه؛ درېيو ټاکنيزو ډلو د رايو بيا شميرلو سره پريکون کړی

راپورتاژ: الماس خدرخېل
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له یوې مياشتې زياته موده کيږي خو په ټاکنو کې د درغلیو، تخنیکي، ستونزو، د خلکو د کمرنګه ګډون سربيره د نوماندانو په وينا په ټاکنو کمېسيون کې هم ستونزې موجودې دي چې دغه پروسه يې جنجالي او لومړنۍ پايلې يې لا هم نه دي اعلان شوي.
څو ځلې د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان نيټه وټاکل شوه خو وروستۍ نيټه يې چې د نومبر څوارلسمه ټاکل شوې وه د انتخاباتي کمېسیون د ځينو غړو په وينا ښايي يوځل بیا وځنډول شي.
د ټاکنو کمېسیون په ټول افغانستان کې د ۸۲۵۵ محلونو د رايو د بيا شميرلو خبر ورکړی او د دغه کمېسیون وياند ذبیح الله سادات وايي، د یادو محلونو د بيا شمير بهير ته ټول تخنیکي چمتووالی بشپړ شوی دی.
که څه هم د اشرف غني دولت ساز ټیم د انتخاباتو کمېسیون د یادې پریکړې هرکلی کړی خو له بله پلوه درېيو ټاکنيزو ډلو د ټاکنو کمېسیون له يادې پريکړې سره پریکون اعلان کړی دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو ، خپلو ټولو څارونکو ته ویلي چې د بیا شمېرنې بهیر ته ورنشي.
د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار لري چې کمېسیون د پاکو او ناپاکو رأیو تر جلا کولو مخکې د رأیو بیا شمېرنه پیل کړې چې دوی ته د منلو نه ده.
د عبدالله عبدالله ټیم په یوه اعلامیه کې ويلي چې د ټاکنو کمېسيون له قانون ماتولو څخه لاس نه دی اخيستی او خپلو ټولو څارونکو ته يې امر کړی چې د یادې موضوع تر روښانه کېدو پورې دې، په دې “غیرقانوني پروسه” کې ګډون نه کوي.
په دغه اعلامیه کې راغلي:”د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو ځل بیا ټينګار کوي چې تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه د تقلبي او بدون له بایومیټريک رایو له بشپړې تصفیې او تفکیک وروسته پيل کړي.”
دغه راز عبدالله عبدالله نن په خپل بيان کې وويل، په ارګ کې ناستو کسانو د خلکو او بيت المال پیسې پر خپلو انتخاباتي کمپاينونو لګولي او زياته يې کړه چې دوباره د رايو شميرنه دې بنده شي.
د ټاکنو کمېسيون له یادو ټيمونو غوښتي چې خپل څارونکي یو ځل بيا کمېسیون ته د پروسې د څار لپاره ور واستوي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات وايي،”د ټاکنیزو ټکټونو زیات ناظرین، د سياسي احزابو او څار بنسټونو ناظرین” د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر ته حاضر شوي، که چیرې د عبدالله عبدالله ناظرین دغه بهیر کې ګډون ونه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.
ټاکنو کمېسیون وايي، په پوره شفافیت به رأیې بیا شمېري او تر هغه وروسته به د رأیو د تصفیې مرحله پیلوي چې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا شي.
د جرمني ديرمالاګ شرکت چې د ټاکنو تخنیکي بهير چارې پر مخ وړي، تر دې وړاندې يې د بایومټریک لرونکو نښو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ اعلان کړی و، چې په وروستۍ ارزونه کې یې څه باندې ۸۴ زره رایې د معیار خلاف بللې وې.
د ولسمشرۍ ټاکنو یوه اوونۍ وروسته د ولسمشرۍ نهه تنو نوماندانو ويلي و چې په ټاکنو کې د درغلیو، تخنیکي ستونزو، د خلکو د کمرنګه ګډون او په کمېسیون کې د حاکم ټيم په پلوۍ د کار کولو له کبله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي.



