څراغ او رڼا ته خوب کول دمرګ ګواښ زیاتوي

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
جاپاني پوهانو خبردرای ورکړی چې د شپې خوب پرمهال څراغ او رڼا پریښودل، آن د سپوږمۍ او د بهرني څراغونو رڼا هم، د ځینو وژونکو ناروغیو ګواښ زیاتوي.
څیړونکو ویلي دي چې د شپې لخوا په خونه کې څراغ ته خوب کول د زړه او دماغي سکتې ناروغیو له لارې د مرګ ګواښ لوړوي.
پوهانو موندلې چې خونه کې نسبت کمزورې رڼا هم (لکه بهر د سړک یا سپوږمۍ نه داخلیدونکې رڼا) د ناورغۍ د زیاتېدو لامل کیږي، دوی وایي چې په لوړه کچه د څراغ وړانګې ککړتیا زیږوي، او ددې زیان په رګونو کې د وینې وچېدلو ناروغۍ سره مساوي کېدلا شي.
د څیړونکو په وینا، په وریځو رڼایي لګېدل د خوب پرمهال بدن کې د شپې لخوا د میلاتون هرمونونو تولید کموي، کوم چې په اوږده موده خوب کې مرسته کوي، دغه راز د وینې فشار، ګلوکوز او د بدن تودوخې کچه کموي.
د څیړنې مخکښ لیکوال «کینجي اوبیاشي» ویلي، مونږ په رڼا کې د خوب او د وینې وچېدلو ترمنځ ښکاره تړاو موندلی، د وینې وچېدلو ناروغي په عام ډول د پيژندل شويو علتونو څخه رامنځته کیږي، لکه سګريټ څکول، چاغوالی، شکر او د وینې لوړ فشار.



