عراق: تازه شخړو کې ۹ نور کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)

په عراق کې د روانو مظاهرو د پاي ته رسولو لپاره، د دغه هيواد د لومړی وزير هڅو تر اوسه کومه مثبته نتيجه نه ده ورکړې.
نن په پلازمينه بغداد کې د يو شمیر نورو لاريون کونکو د مرګ ژوبلې په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
د عراق په نورو ښارونو کې هم دحکومت په خلاف سخت لاريونونه روان دي.

د عراق په پلازمينه بغداد او يو شمير نورو ښارونو کې هم خلکو پراخې مظاهرې کړي.
له پلازمينې بغداد څخه د رويټرز خبري آژانس خبريال ليکي چې د شنبې په ورځ په مظاهرو کې لږ تر لږه پنځه تنه نورو لاريون کونکي هم وژل شوي دي.

ځينو نورو سرچينو بیا د وژل شويو شمیر ۹ تنه ښودلی. په نورو رپوټونو کې ويل شوي چې ۶ کسان په بغداد او ۳ کسان په بصره کې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button