ډاکټر عبدالله: د انتخاباتي بحران، مسؤليت به د دولت جوړونکي ټيم پرغاړه وي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د مشر ډاکټر عبدالله په خبره که د انتخاباتي پروسه بحراني شي، مسوولیت به يې د دولت جوړونکي ټیم پرغاړه وي.
ډاکټر عبدالله چې د لویې جرګې په تالار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: “دولت جوړونکی ټیم په لوی لاس هڅه کوي، ټاکنې د بحراني حالت په لور بوزي او افغانستان له ستر ګواښ سره مخ کړي”.
ښاغلي عبدالله د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د څه باندې اته زره محلونو د تقلبي رایو د بیا شمېرنې پروسه ژر تر ژره ودوري او له قانون سره سم خپل کارونه مخکې يوسي.
د عبدالله عبدالله په خبره، اجازه نه ورکوي چې راتلونکی اولسمشر بيا په غیرقانوني ډول واک ته ورسیږي، بلکې دا ځل به د پاکو ، شفافو او واقعي رايو له مخې نوی حکومت منځ ته راځي.
د ګډ حکومت اجرائيه رئیس زياته کړه، چې دا ځل هیڅ ډول معاملې ته غاړه نه ایږدي،ځکه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د مصلحت لپاره د ملي یوالي حکومت ته غاړه کېښوده ، خو ملت ته يې ستر زيان ورسېد.
نوموړي تورولګاوه چې ډاکټر غني له امنیتي ادارو څخه شخصي استفاده کوي او امنیتی ځواکونو ته یې امر کړی چې د ثبات اوهمګرایي ټاکنیز ټیم د ناستې چې په لویه جرګه کې ترسره کیږي امنیت ونه نیسي.



