اسټرليا:د پراخې اورلګېدنې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)

په اسټرالیا کې په پراخه توګه اورلګېدنه دوام لري، چې تر اوسه يې ۱۵۰ کورونه سوځولي او درې تنه یې وژلي دي.
دغه پراخه اور لګېدنه چې دتيرې جمعې په ورځ ددې هېواد ستر ښار “سیډني” ته نيږدې په “سوت وېلز” او “کوینزلېنډ” کې رامنځته شوې، چې د اور وژنې ادارې له ټولو امکاناتو څخه له ګټې اخیستلو سربېره تراوسه په دې نه دي توانیدلي، چې دغه پراخه اورلګيدنه مهارکړي.
د راپورونو له مخې اوسمهال شاوخوا سل ځایه اورلګېدل دوام لري ، چې له جملې يې ۱۷ ځايه تر ټولو ډير خطرناک اټکل شوي دي.
د اسټرالیا د ستر ښار “سیډني” د اور وژنې ادارې ویلي، دغه اورلګېدنه په ځنګل کې د ونو او بوټو د سوځېدلو له امله رامنځته شوې او اټکل کیږي، چې د راتلونکې سې شنبې تر ورځي به دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button