شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ساړه خواړه باید ونه خوړل شي ځکه زیانونه لري

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2019
کټګوریانې: خبرونه, روغتيا, مهم
0
59
ځلې شریک شوی
321
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: نسیمه محمدي

که ټنبل کارکوونکی یئ، چې هره شپه د سړو او یخ وهلو خوړو څخه ګټه اخلئ؛ دا لیکنه ولولئ.
ولې یخ او منجمد خواړه؟
آیا پوهېدئ ستاسې د خوښې وړ چپس ساړه شوي آلوګان کولای شي ستاسې بدن ته ډېر زیان ولري؟ ساړه خواړه خوړل کولای شي د زړه د ناروغۍ، شکر او حتی د بدن د حجرو د له منځه تللو او زیانمن کېدو لامل شي. له یاران سره اوسئ.
د یخ وهلو خوړو سره خدای په اماني
هغه خواړه چې ستاسې په فریزر کې ډېر وخت پاتې دي، تل ګټور نه وي، که څه هم ډېری دنده لرونکي یا ټنبل وګړي دا کړنه تر سره کوي؛ نو مخکې د دې چې دا ځل د فریزر ور پرانیزئ، د دې ناروغیو په اړه فکر وکړئ.
شکر
د نشایستې څخه د تازه ساړه شویو خوړو د ساتنې لپاره کار اخېستل کېږي او دا نشایسته چې حتی خوند او نور ترکیبونه هم لري خوړو ته اضافه کوي. له دې سره نشایسته د ګلوکوز یو پولیمیر دی. ستاسې بدن له هضم وړاندې، دا ګلوکوز په قند بدلوي؛ په داسې حال کې چې ګلوکوز په هره کچه چې وي ګواښ لري او د جانبي عوارضو لامل کېږي.
په لوړه کچه د ګلوکوز لرونکي خواړه په شکر ناروغۍ د اخته کېدو شونتیا زیاتوي او همدارنګه نسجونو ته د زیان رسېدو لامل ګرځي. که تاسې په شکر ناروغۍ د اخته کېدو لپاره چمتو اوسئ یا دا ناروغي په ارثي ډول ستاسې په کورنۍ کې شتون ولري، غوره ده له سړو خوړو ډډه وکړئ.
د زړه ناروغي
دا ناروغي د سړو خوړو خوړلو پورې اړونده ناروغي ده.
ساړه خواړه له خوځنده وازدې او غوړو بډایه دي، چې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو خطر زیاتوي او همدارنګه د شعریه عروقو د بندېدو لامل ګرځي.
خوځنده غوړ د بدن د بدو کلسترولو د لوړېدو او د ګټورو یا ښو کلسترولو د کمېدو لامل کېږي، چې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ زیاتوي.
مالګه چې عموما د ساتونکي په توګه کارول کېږي. ځینې وختونه یخ وهلي خواړه د زیاتې مالګې لرونکي وي، چې کولای شي د کلسترول اندازه لوړه کړي؛ په داسې حال کې چې د وینې فشار هم لوړوي. د سړو خوړو دا ټول لاملونه بدن ته ګواښ کېدای شي، نور یې وخت رسېدلی، چې خپل خوړنیز رژیم ته بدلون ورکړئ.
د وینې لوړ فشار
یخ وهلي خواړه د خوړو د ساتونکو موادو درلودونکي دي، چې په بدن په بېلابېلو ډولونو اغېز لري.
څنګه چې ساړه خواړه په زیاته کچه مالګه لري، نو منفي فشار تر اغېز لاندې راوړي او د فشار د لوړېدو لامل کېږي، چې کېدای شي روغتیا ته مو جدي ګواښ له ځانه سره ولري.
څېړونکي وايي مالګه د وینې د فشار په ټاکل کېدو کې مهم رول لري؛ د زیاتو څېړنو پایلې هم څرګندوي، چې د مالګې د خوړو کمول د فشار له ټيټېدو سره تړاو لري، نو د یخ وهلو خوړو له خوړلو سره خدای په آماني وکړئ.
سرطان
د سړو خوړو یو بل باالقوه ګواښ، سرطان ناروغي جوړول دي.
څېړنې ښايي، چې د سړو خوړو په ځانګړې توګه غوښه په یو ناسالم خوړنیز رژیم کې د پانقرانس د سرطان لامل کېږي. یوې بلې څېړنې مشخصه کړه یخ وهلي ساسچ او غوښې خوړل ۶۵٪ په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ زیاتوي.
د سړو شویو خوړو نور زیانونه
ټول پوهېږو چې ساړه خواړه د خطرناکو کیمیاوي موادو سره ګډ دي، چې له خوړو سره مرسته کوي تر څو د اوږد مهال لپاره سالم په نظر راشي. ټکان ورکوونکی ټکی دا دې چې د خوړو او درملو سازمان هم دا زیاتوونکي مواد نه دي آزمایلي او تولیدونکي هم په ډېره آسانۍ سره ترې ګټه اخلي.
یو له زیاتو کاروونکو موادو څخه چې د خوړو د ساتلو لپاره کارول کېږي مونو سودیم ګلوتامات دی، چې د اندامونو د سوځېدو، زړه بدوالي، سر درد، د سینې د قفس درد، ستړیا او سر ګنسۍ لامل کېږي.
دا ټکي د یخو خوړو ځیني جانبي عوارض دي، نو له همدې امله د همبرګر، پیتزا او نورو منجمد شویو خوړو که څه هم ډېر خوندور وي مګر ډېر زیانونه هم لري، نو په یاد ولرئ زیاتره وختونه هڅه وکړئ خپل خوړنیز رژیم ښه او مناسب وساتئ او له تازه خوړو څخه ګټه واخلئ.

دا هم ولولئ

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

لوی ټکي: خواړهخوړلساړهستونزي
مخکینې مطلب

اسټرليا:د پراخې اورلګېدنې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

بل مطلب

سیګار: افغانستان کې دنشه یي توکو د کاروباریانو شمېر تر حکومتي ځواکونو زیات دی

ځانګړي مطالب

افغانستان

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
افغانستان

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026

وروستي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com