کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغانستان لپاره دامریکا د بیارغونې د څار ادارې یا سیګار د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې نشه یي توکو سره پر مبارزې ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي دي.
راپور کې وړاندې ادعا شوې ده چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ناقانونه نشه یي توکو ارزښت ددغه هېواد د قانوني صادراتو د تولید په پرتله زیات و.
راپور کاږي، افغانستان د کوکنارو د کرکېلي له ۲۰ سلنه کموالي سره سره له ۱۹۹۴ کال راپدېخوا په نړۍ کې د نشه یي توکو د تولیدونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی.
راپور کې راغلي، د کوکنارو د کښت کموالي لامل هم د باران نشتوالی و نه له نشه یي توکو سره د مبارزې له امله.
راپور کې راغلي، هغه کسان چې د کوکنارو کښت او تجارت کې لاس لري شمېر یې تر ټولو امنیتي سرتېرو ډېر دی.
دا راپور یو شمېر بنسټونو او څېړونکو ادارو د بهرنیو ځواکونو او اوسني حکومت لپاره د شرم وړ بللی چې دوی ولې تر اوسه د نشه یې توکو پر وړاندې مؤثره مبارزه نه ده کړې.
خو د ګډحکومت د کورنیو چارو وزارت دا راپور رد کړی او نیوکه یې کړې چې دې څېړنه کې د یادې پدیدې پر اصلي جړو بحث نه دی شوی، او دا څېړنه یې نیمګړې بللې.

















