خوست چارواکي: د طالبانو بريد د څارنوال په شمول نهه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۰، دوشنبه)
د خوست امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې یو څارنوال او ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي ویاند طالب منګل وايي، چاودنه تيره شپه پر هغو پوليسو شوې چې د يادې ولسوالۍ مربوط بلاووټ ښارګوټي ته نږدې پر هغو پوليسو شوې چې یوې بلې پوستې ته د کومک لپاره پر لاره و چې پر هغې پوستې هم برید شوی و.
د منګل په وينا، چاودنه پر هاموي ټانګ شوې خو ځايي اوسېدونکي وايي، تر چاودنې وروسته د پوليسو پر رينجر موټر وسله وال برید هم ترسره شوی چې پوليسو ته پکې مرګ زوبله اوښتې ده.
د خوست د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر ګل محمد منګل وايي، چې د دغه ولايت ملکي روغتون ته د شپږ پوليسو جسدونه او درې تنه ټپيان وروړل شوي دي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د يادې ولسوالۍ په تريزيو سيمه کې د پوليسو په پوسته او مرستندیه عسکرو بریدونه شوي چې په وينا يې په ترڅ کې يې (د لوړ رتبه افسر(ګلاب امیري)مرستیال قومندان(حضرت الله)دتروریزم مدیر(عادل شاه)او یو څارنوال په شمول۸ عسکر اوپولیس قتل، ۹نور ټپيان شول).
د ښاغلي مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې یو ټانګ، یوه رینجر ويجاړ شوي او ځينې وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.



