د جنرال ميلي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون، امريکا به د تيرو اتلس کلونو په څير بيا هم ناکامه وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۰، دوشنبه)
د امریکايي پوځ لوی درستيز جنرال مايک ميلي له یوه امریکايي (ABC) تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې ښايي امريکايي ځواکونه تر څو نورو کلونو لپاره هم افغانستان کې پاتې شي.
طالبانو د نوموړي جنرال څرګندونو ته غبرګون ښودلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، چې امریکا به د تيرو اتلس کلونو په څير بیا هم افغانستان کې ناکامه وي زياتوي: “ د افغانستان د اشغال په دوام سره به بیا هم امریکا د تیرو اتلسو کالو په شان ناکامه وي او هيڅ به هم تر لاسه نه کړي”.
د ښاغلي مجاهد په وينا، امریکايي اولس هم په دې پوه دی چې پر افغانستان د امریکاي يرغل بې ځايه او د متحده ايالاتو په زيان دی او آن لوړپوړي امریکايي چارواکي يې هم ستره تيروتنه بولي.
تر دې مخکې ځينو امریکايي چارواکو او آن امریکايي ولسمشر هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په ضد او نقيض خبرې کړي چې طالب وياند يې د هغوی وارخطايي او کمزوری دريځ بولي په خبره يې: د متحده ایالاتو د جنرالانو لخوا په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د پاتې کیدا خبرې په واقعیت کې د امریکا د ضد اونقیض، وارخطا او کمزوري دريځ څرګندونه کوي.
طالبانو یو ځل بيا ټينګار کړی چې د هيڅ کوم هیواد نظامي شتون به په خپله خاوره ونه مني، پر وړاندې به يې جهاد کوي او د اشغال تر خاتمې پورې به د د دښمن ځبلو ته ادامه ورکوي.



