د اجرایه رئیس ملاتړو په یو شمېر ولایاتو کې دټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۰ لړم ، ١٣٩٨ل)

وروسته تر هغه چې دټاکنو کمیسیون د رایو بیا شمېرنې خبر ورکړ او یوشمېر ټاکنیزو ټیمونو یې مخالفت اعلان کړی؛ اجریه دئیس ځینې ولایاتو کې د دې کمیسیون دفترونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې اجرایه ریاست ته نیږدې کسانو په څلورو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه په زبردستۍ تړلي دي.

ویل کېږي چې دغه کسانو په سمنګان، تخار، پروان او پنجشیر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې او د رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي.

ددې تر څنګ دوی د یادو دفترونو کارکوونکي هم ګواښلي، او ورته ویلي یې دي چې که بیا ځل رایې وشمېري؛ سخت غبرګون سره به مخ شي.

د اجریه رئیس تر څنګ ګلبدین حکمتیار او نورو نوماندانو هم دټاکنو کمیسیون یاد اقدام غندلی او موقت حکومت یې د روان کړکېچ یواځینی حل بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button