کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل)
د راپورونو په بنسټ د هند حکومت تر خپل واک لاندې کشمیر کې په مسلمانانو د “حضرت محمد صلی الله علیه وسلم” د پيداېښت د ورځې د مناسبت په غونډو بنديزونه لکولي.
کشمیري اولس تل د مولود شريف نه یوه ورځ مخکې د “حضرت بل” په نوم مسجد ته د دعاګانو له پاره ورځي او د ميلاد د ورځې په سهار هغه ویښتان نندارې ته وړاندې کېږي چې د دوی په ګمان د “حضرت محمد صلی الله عليه وسلم” به وي.
هندي حکومت ویلي د دې غونډو په ترسره کولو یې په کشمیر د ځانګړي وضعیت له کبله بندیزونه لګولي دي.
د هند د سرینګر یوه امنيتي چارواکي ویلي: هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې د جوماتونو پر لوري لاړ.شي او نه به هم هغه کسان چې د جوماتونو شاوخوا ته د ميلاد د.غونډو د جوړولو هڅه کوي وزغمو.















