د پاکستان داستخباراتو مشر او دبهرنيو چارو دوزير مرستيال کابل ته راغلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل)

 د پاکستان د بهرنیو چارو دوزير مرستیال “سهیل محمود” او دياد هیواد د استخباراتو مشر “جنرال فیض حمید” په یو نا څاپي سفر کابل ته راغلي.

دګډ حکومت د ملي امنیت د شورا ویاند “کبیر حقمل” په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د ملي امنیت د شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي.

حقمل ويلي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هيوادونو دخپل مينځي اړیکو په عادي کېدو او دخيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د “افغان مارکېټ” د ستونزو د حل لپاره د تخنیکې کمېټې په جوړولو خبرې شوې
که څه هم کابل ته د راغلو پاکستاني چارواکو د سفر اجنډا معلومه نه ده؛ خو یاد چارواکي داسې مهال کابل ته راځي، چې په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان استخباراتو په پلازمينه اسلام اباد کې د ګډ حکومت سفير “عاطف مشعل” احضار کړی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button