انجنیر عمیر ویاړ
ځینې خلک حفیظ الله امین شهيد، خپلواک او وطن پرست بولي. پر ظلمونو، وحشتونو او ترهګرۍ يې سترگې پټوي، يا په بې شرمانه ډول سره وايي چې “کاشکې يې نور هم وژلي وای چې دا پاتې يې هم ختم کړي وای”.
دغه خلک اصلاً له واقعیتونو او اصلي پېښو خبر ندي او نه هم غواړي ځانونه خبر کړي، ځکه چې د دوی ذهنونه غلامان دي او په غلامۍ کې عادت شوي دي، خپله غلامي او د پرديو قدرتونو خدمت وطن پرستي بولي.
يا نور څه وايي چې يا يې په معنی نه پوهيږي يا يې هم سرچپه معنی کوي، ولې چې زمانه سرچپه ده، زمانه د شاه شجاعي ده.
خو حقيقت دا دی چې امين لعنتي په خلقيانو او پرچميانو
کې تر ټولو لوی فاشست، ظالم، ستمگر، دکتاتور، وحشي او تندرو وو په عين وخت کې چې لوی چاپلوس او موقع پرست هم وو.
د امين لعنتي هغه وحشي او موقع پرسته سياست دده خپل د خنثی کېدو باعث هم شو،او د همدې ناوړه او لعنتي سياست له امله خپلو د اعمالو په سزا ورسېد.
که څه هم خپل بادار، روسي فوج مردار کړ خو د روسي اشغالگرو داهم يوه گټوره لاسته راوړنه وه. ځکه چې دی د امریکا د سيسات او غلامۍ پلوي وو نو ځکه خو نور د روسيې په کار نه ورته او روسيې ته يې نور نو د ګټې په پر ځای تاوان ډېر و، نو يې له منځ وې ووړ او پر ځای يې يو تن بل خو روسيې ګټو ته وفادار شخص په تخت کېناوه چې هغه ببرک کارمل و،















