ويسا: امريکا د خپلو اهدافو لاسته راوړلو او خطرناکو وسلو ازميښت لپاره پاتې کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۱، سه شنبه)
پرون د دوشنبې په ورځ رسنيو کې د امریکايي پوځ د لوی درستيز هغه راپورونه خپاره شول چې په وینا يې ښايي د څو نورو کلونو لپاره هم امریکا په افغانستان کې پاتې شي چې له کابله خپریدونکې ورځپاڼې ويسا د هغوی پاتې کېدل د خپلو ګټو لپاره بولي نه د ترهګرۍ سره مبارزې يا افغان حکومت لپاره.
ويسا په خپله سرمقاله کې د امريکايي مجلې سټار انډ سټرايپس هغه راپور راخيستې چې وايي، امریکا افغانستان ته په نويو ليزري وسلو سمبال لويې جنګي الوتکې استولي څو د طالبانو پرخلاف په بریدونو کې ترې کار واخيستل شي.
ويسا ليکي، امريکا په افغانستان کې نه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پاتې کېږي، نه د افغان حکومت او اولس لپاره زياتوي دا دليل يې هم بې معنا دی چې که امریکايي عسکر و ايستل شي نو پر امریکا به له افغانستانه حمله وشي.
په سرمقاله کې راغلي: “اصلي موخه دا ده چې امریکا افغانستان او سیمه کې د خپلو نورو اهدافو د ترلاسه کولو مرکز او د خپلو خطرناکو وسلو د ازمویښت پر ډګر بدل کړی دی”.
د ويسا په خبره، امريکا په افغانستان له اتومي بم وروسته تر ټولو ستر بم (د بمونو مور) وکاروه زياتوي که د افغانانو حواس را پر ځای شوي نه وي او دوی اوس هم د خپل هېواد او ولس برخلیک د پنټاګون جګړه مار ځواک ته سپاري، پر خپل عقل دې وژاړي، دوی به یوازې د خپلو بربادیو، ذلتونو او بدمرغیو شاهدان وي.
ويسا ليکي، که افغانانو کې لږ غرور او شهامت هم پاتې وي نو پرديو ته به دا واک ورنکړي چې په اړه يې پريکړې هغوی وکړي.



