کاش چې هغوی ژوندي وای

ډاکټریوسف اکبري

د هندوستان سترې محکمې د بابري مسجد ځمکه هندي وګړو ته د مندر جوړولو لپاره وسپارله او د جومات لپاره یې بل ځای کې پنځه ایکټاره ځمکه مسلمانانو ته ورکړه

بابري مسجد د مسلمانانو لپاره تاریخي مسجد دی

کله چې طالبانو په بامیان کې د بودا بوتان ماتول د ټولې نړۍ کفارو او ورسره زیاتو بی ننګه مسلمانو هیوادونو بغارې وهلې چې دا د کفارو تاریخي اثار دي

خو نن چې هندوستان کفري هیواد د مسلمانانو تاریخي  عبادت ګاه ورانوي او پرځای یې د شیطان عبادتګاه جوړوي

د اسلامي هیوادونو په غلامو حکمرانانو کې څوک نشته چې هندوستان ته ووایي چې که مو دا کار وکړو انجام به مو خراب وي

اقلا د سفارتونو د بندولو ګواښ خو یې باید ورته کړی وای

د اسلامي هیوادونو کمراه او غلام حکمرانان به د مسلمان ملت دې ناخوالو ته په کوم بې وجدانه ضمیر ګوري او څه فیصله به کوي

کاش نن احمدشابابا ژوندی وای

کاش صلاح الدین ایوبي ژوندی وای

کاش محمد بن قاسم ژوندی وای

مربوطه مطالب

Back to top button