بنګله دېش: براهمنباریه سیمه کې د اورګاډو ټکر له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
بنګله دېشي رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد کې د اورګاډو د ټکر له امله ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
بنګله دېشي چارواکو ویلي، دغه پیښه په براهمنباریه سیمه کې چې د پلازمینې ډهاکا ختیځ لوري ته شاوخوا په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د سهار په شاوخوا ۳ بجو رامنځ ته شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوو اورګاډو په یوه پټلۍ باندې حرکت کړی وو او مخامخ سره جنګېدلي دي.
ځایي چارواکو زیاته کړې، د ژغورنې عمله اوسمهال په سیمه کې ده څو له ټپیانو سره مرسته وکړي.
تر اوسه چارواکو، په دې اړه چې څنګه دواړه اورګاډي په عین پټلۍ د حرکت په حال کې وو، څه نه دي ویلي.
چارواکي زیاتوي، ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي، او تر درملنې لاندې دي.
د یوشمېر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی خو چارواکو یې دعاجلې درملنې ډاډ ورکړی دی.



