د بال خرابولو له امله ویسټ انډیزي لوبغاړي بخښنه وغوښتله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)

د ویسټ انډیز هيواد ځوان توپوهنکي ‘نیکولاس پوران’ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې او د افغان کرکټ له مینوالو بخښنه غوښتې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې بال تمپرينګ کړی و، تر څو سوینګ ته ښه جوړ شي. دا کار د کرکټ نړیوالې شورا په قانون کې جرم ګڼل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دغه جرم له امله ياد لوبغاړی له څلورو شل اوريزو لوبو څخه بند کړ او ځینې نومرې یې هم کمې شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې ‘نیکولاس پوران’ خپله تېروتنه منلې ده او د نه تکرار ژمنه یې هم کړې ده.

د يادونې وړ ده چې افغانستان د ویسټ انډیز پر وړاندې د خپلو دریو پنځوس اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ وبایلله. او د دريو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ یې سبا پنجنشبه پیلیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button