کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)
د کاپيسا ولایت امنيه قومندان ‘فريد مشعل’ د يوې نښتې پر مهال ټپي شوی دی.
د کاپيساولایتي چارواکو منلې، چې فرید مشعل په نجراب ولسوالۍ کې ټپي شوی، خو د هغه د روغتيايي وضعيت په اړه تراوسه معلومات نشته.
طالبانو د دې پيښې په اړه تر اوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
قومندان ‘فريد مشعل’ له کاپیسا وړانډې د غزني ولایت امنيه قومندان و، چې هغه مهال د ولسي خلکو په وژلو او شکنجه کولو تورن و.


















