کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د استازو مجلس دیموکرات غړي نن چهارشنبه په علني ډول د حکومت له اوسنیو او پخوانیو چارواکو څخه د پوښتنو ګرویږنو لړۍ پیلوي.
اوکراین کې د امریکا د سفارت شاژدافیر ‘ویلیم ټیلر’ او د اوکراین د چارو څارونکی ‘جورج کنټ’ نن په علني ډول ګواهي ورکوي.
د ولسمشر ټرمپ د کړنو په اړه له ډېره وخته ديموکراتان نیوکې کوي؛ خو په علني ډول د شهادت ورکولو د غونډو پیلېدو ته په دې برخه کې د یو نوی پړاو په سترګه کتل کیږي.
د امريکا د استازو مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر ‘ادم شیف’ وايي: دیموکراتان هیله لري په دې ډول غونډو سره به دوی وکړای شي امریکایانو ته د ولسمشر د استیضاح لاملونه روښانه کړي.
د يادونې وړ ده چې ‘ ټیلر’ او ‘کینټ’ دواړو تر دې وړاندې په خفيه غونډه کې ویلي و چې ټرمپ له اوکراين سره ۳۹۱ میلیون ډالره مشروطه مرسته کړې وه.


















