طالبانو دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۲۰ دولتي پوستې نیولي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۲ لړم ، ١٣٩٨ل)

وسلوالو طالبانو د یوې سختې جګړې په ترڅ کې دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې دحکومتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې نیولي او حکومت پلوو ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پرمختګونو په اړه په خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی او د یوشمېر مهماتو نیولو ادعا یې هم کړې ده.

مجاهد لیکلي،《‏‎ تیره شپه د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ اړوند زو سیمه کې د ۲۰ حکومتي پوستو په فتحه کولو سره یاده سیمه په بشپړه توګه د دښمن له وجود څخه پاکه کړه.

مجاهد زیاته کړې، ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي، نور تښتیدلي، وسله او مهمات یې د طالب قطعاتو لاس ته ورغلي دي》.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت پلوو ځواکونو دوه اونۍ وړاندې خبر ورکړ چې دوی دطالبانو سیمو کې خپل عملیات پیل کړي، ځینې سیمې یې نیولي او د نورو سیمو دنیولو لپاره هم پلانونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button