دافغانانو د ناموسونو وژونکی ولسمشر!!

خاکسار

له کومه وخته چې اشرف غني په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناست دی، له هماغه وخت د افغانانو په نواميسو سودا روانه ده. کله په يوه بڼه او کله بیا په بله بڼه د افغانانو ناموسونه سپکېږي او افغانان بې عزته کېږي.

د مثال په ډول تقريباً څو مياشتې مخکې حبيب الله احمدزي په نامه  ولسمشر غني د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي له ډېرو زياتو حقائقو څخه پرده پورته کړه او وې ويل چې په ارګ او جمهوري رياست کې د ناموسونو قتل روان دی، کومه ښځه چې په دولتي ارګانونو کې دنده اخلي نو د کابل د ادارې لوړپوړي چارواکي لومړی ورڅخه د جنسي خواهشاتو غوښتنه کوي. بيا يې که ښځه ومني نو په دنده مقررېږي او که يې ونه مني نو نشي مقررېدای، له دې وروسته څو تنو ښځينه وو هم په دغه ډول ادعاوو باندې خپلې خولې خلاصې کړې او د خپلې جنسي ځورونې يې رسنيزې کړې.

څه موده وروسته بيا کندوز ته په لاره باندې د يوه مسافر له ښځې سره په داسې حال کې د پوليسو يو قومندان جنسي تېری کوي، چې خاوند يې او يو وړوکی زوی يې هم ولاړ دي. ښځې که رسنيو ته هر څومره چغې ووهلې خو چا يې هم غږ وانه ورېد او نه هم د پوليسو مجرم قومندان محکمه شو. نه هم ورڅخه چا پوښتنه وکړه بلکې هماغسې په خپله دنده برحال پاتې شو.

په هر صورت د جنسي ځورونې او ناموس پلورنې حالات خو د ولسمشر غني په اداره کې وو، خو ولسمشر غني چې په کوم شکل د افغانانو نواميس بې عزته کوي او يا يې هم رسنيز کوي.  دا نو ډېره د تأسف خبره ده او په دې کې د ولسمشر غني غدر او له افغان ولس سره يې خيانت ښه څرګندېږي.
زمونږ د هېواد خلک تر ټولو زيات پاکستان هېواد ته ځي. هلته يې يا نيم کور، يا کورنۍ، خپلوان، وروڼه، ميندې، پلرونه او خپلوان اوسېږي يا هم پکې خپله د دوی کورونه دي. يعنې نه شلېدونکې اړيکې ورسره لري. له همدې امله په تېر هيڅ وخت کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله نه اغزن تار تېر شوی ؤ او نه هم په تورخم کې دروازه تړل شوې وه.

خو   دولسمشر غني له دورې راپدې خوا په تورخم کې دروازه نسب شوه، د دروازې تر څنګ په ۲۵۰۰ کيلومتره شا او خوا اوږده پوله باندې اغزن تار تاو شو. او د افغانسان پر هر هغه وګړي باندې پاسپوټ او ويزه لازمي وګرځول شوه، کوم چې پاکستان ته تګ راتګ کوي. ان که د يوه ساعت يا يوې ورځې لپاره څوک يوه يا بل هېواد ته ځي، هم پاسپوټ به جوړوي.

پاسپوټ خو په هر صورت، خو دا يې تر ټولو بد کار چې افغانانو ته د پاکستان په سفارتونو کې ويزې په کوم حالت کې لګېږي، هغه نو بیابيخي د زغملو نه دی، په افغانستان کې د پاکستان د سفارتونو او قنسلګريو مخې ته چې د افغانستان ښځو بيروبار او بې بندوباره رش او ګڼه ګوڼه سړی وګوري نو افسوس وکړي او د افغانستان ټول تاريخ يې سترګو ته ودرېږي، د افغانانو په اړه هغه متل ورياد شي چې وايي مال مې دې له سر نه ځار او سر مې دې له ناموسه ځار وي؛ سړی ځان سره په خپل هېواد کې خجالت شي چې کاش په ژوند کې مې دا حالت نه وای ليدلي!

کاش دا خلک افغانان نه وای!

کاش چې افغانان مې په داسې حالت کې نه وای ليدلي!

کاش چې اوس په افغانستان کې نه وای!

د پاکستانۍ قونسلګرۍ او سفارت مخې ته د ويزې اخيستونکو ښځو په ليدلو سره سړي ته د افغانانو غيرت سترګو ته ودرېږي او سړی له ځان سره ووايي چې له دې وروسته به هم افغانان ځانونه غيرتمن ووايي؟؟

ايا افغانان د خپل ناموس دغه ډول حالت نه ويني؟؟

ايا افغانان احساس لري؟؟

ايا افغانان اوس هم د پخوا په څېر پر ناموس سر ورکوي؟؟

او که نا لوبې پرې کوي؟؟

هيڅکله هم نه!

افغانان اوس هاغه ډول نه دي پاتې، په افغانانو کې تر پرونه لا چا ښځې ذات ته تذکره نه اخيسته، ويزه او پاسپوټ خو لا پر ځای پرېږده.

د افغانانو د ناموسونو قدر خو پرديو کاوه، نو خپل ولې ورته بلا شول؟؟

کله چې په پاکستان کې یو ان اچ سي ار مهاجرو کډوالو ته مهاجر کارتونه جوړول نو په لومړي سر کې يې داسې پلان درلودلو چې په کارت کې به د ښځې عکس يا تصوير لګېږي، خو پر افغانانو باندې بده ولګېده، او د دغو کارتونو له اخيستلو يې کلکه ډډه وکړه. نو يو ان اچ سي ار خپله پرېکړه سمدستي بدله کړه او وې ويل چې ښځې به د تصوير په ځای ګوته لګوي.

نو که له ځان سره فکر وکړو، دې نتيجې ته به ورسېږو چې د افغانانو د ناموسونو قدر د غني له واکمنۍ نه مخکې ټولې نړۍ کاوه، خو د غني واکمنۍ د ا فغانانو ناموسونه ليلام کړل او داسې يې بدنام کړل چې اوس نړيوال هم په دې خفه دي چې د افغانانو ناموسونو ته موږ ولې دومره په درانده نظر کتل؟؟

او ولې مو افغانان له اول سره نه نه پېژندل؟؟

نو په پای کې وايو چې ولسمشر غني د افغانانو د نواميسو قاتل ولسمشر دی!!

او افغانان به په هيڅ صورت دغه ولسمشر ونه بښي!!

مربوطه مطالب

Back to top button