د چین ځنډېدلې بین الافغاني غونډه نږدې ورځو کې جوړیږي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم ، ١٣٩٨ل)

یوشمېر سرچینو خبر ورکړی چې په چین کې د افغان سولې په تړاو ځنډېدلې بین الافغاني غونډه به په نږدې ورځو کې جوړه شي.

د سولې په چارو کې ددولت وزارت هم ویلي چې په نږدې ورځو کې به په چین کې د افغانانو په ګډون د سولې غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې وه دغه غونډه په تېره میاشت کې جوړه شي خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډول شوه.

اوس تازه د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي چې دوی د غونډې لپاره تیاري روانه کړې وه، چې مخ پر بشپړېدو ده او په نږدې ورځو کې به دغه غونډه جوړه شي.

د دې غونډې په اړه ویل شوي وو چې دواړه غاړې به په شخصي ډؤل ګډون کوي، دافغان سولې په اړه به خپل نظریات شریکوي، او هیڅوک دچا استازیتوب نشي کولای.

مربوطه مطالب

Back to top button